د اوکراین پلازمېنې کیف ته د سفر پر مهال د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د ترکیې ملاتړ تکرار کړی او ټینګار یې کړی چې انقره د روسیې لهخوا د کریمیا غیر قانوني لاندې کول په رسمیت نهپېژني.
اردوغان دا خبرې د دوشنبې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره تر لیدنې وروسته په خبري غونډه کې کړې دي.
د ترکیې ولسشر همدارنګه وویل، هېواد بهیې د هغو تقریباً ۵۰۰ کریمیايي تاتار کورنیو لپاره د کور جوړونې په برخه کې مرسته وکړي چې د روسیې لهخوا په ۲۰۱۴ م کال کې د کریمیا د ټاپو وزمې تر لاندې کولو وروسته د اوکراین نورو سیمو ته کډه شوي دي.
د بشري حقونو سازمانونو او لوېدیځو هېوادونو، هغه څه غندلي چې دوی یې په کریمیا کې د ترک ټبرو تاتارانو او نورو روسیه ضد کسانو په وړاندې د روسیې لهخوا د ټاکل شویو کریمیايي چارواکو ځپونکی کمپاین بولي.
اردوغان چې په وروستیو کلونو کې یې له روسیې سره اړیکې پیاوړې کړي، په کریمیا کې یې د روسیې د اقداماتو سخت مخالفت کړی او په ځانګړې توګهیې دغلته د تاتارانو د حقونو لپاره څرګندونې کړي.
اوکراین همدارنګه په ختیځ کې هم د روس پلویو بېلتونپالو سره په جګړه بوخت دی. دې جګړې د ۲۰۱۴ م کال د اپرېل میاشتې راهیسې د ۱۳ زره کسانو ژوند اخیستی.