ننګرهار کې له ۲ میلیونه زیات نیالګي کېنول کېږي

ارشیف، په کابل کې د نیالګیو کېنول.

په ننګرهار کې چارواکي وايي سږ کال په دې ولایت کې تر ۲ میلیونه زیات نوي نیالګي کېنوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې دا دوه میلیونه نیالګي خپله په ننګرهار کې د کېنولو لپاره کرل شوي او د یوې کړنلارې له مخې به په بېلابېلو ادارو ووېشل شي.

د ښاغلي خوګیاڼي په وینا دې نیالګیو کې ۳۰۰ زره مېوه لرونکي او نور بې‌مېوې دي.

د ننګرهار چارواکي ټینګار کوي چې سږکال د نویو کېنول شویو نیالګیو د پالنې او څارنې چارې هم په جدي توګه سنبالوي.

د ننګرهار چارواکي د نویو نیالګیو د کېنولو خبره په داسې حال کې کوي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ژمي په پای او د پسرلې په پیلېدو سره د نویو نیالګیو د کېنولو لپاره موسمي فرصت برابرېږي.

د چاپېریال ساتنې د فعالانو په وینا، افغانستان چې په وروستیو کې یې د پلازمېنې کابل په شمول بېلابېل ښارونه د هوا د ککړتیا له جدي ستونزې سره مخ دي په‌کې د ونو بوټو کېنول او سمسورتیا زیاتول دا ستونزه راکمولی شي.