چارواکي: طالبانو په تخار کې یو ښوونځی سوځولی

په تخار کې سوځول شوی ښوونځی

په تخار کې چارواکي وايي وسله‌والو طالبانو د دوشنبې په ورځ تالقان ښار ته څېرمه د یو منځني ښوونځي ودانۍ ته اور اچولی، خو طالبانو یې ادعا رد کړې.

د تخار پولیسو ویاند خلیل اسیر پرون ازادي راډیو ته وویل، ښوونځی په بشپړه توګه له‌منځه تللی دی.

هغه زیاته کړه: "طالبانو د ۱۱ بجو شااوخوا د بارک ولسوالۍ او دوهمې حوزې په منځ کې د بودَلې په نوم کلي کې یو منځني ښوونځي ته اور اچولی په دې کې د مکتب ودانۍ، کتابونه، مېز، څوکۍ او ټول وسایل سوځېدلي دي، طالبان له سیمې وتلي او ښوونځی په بشپړه توګه له‌منځه تللی دی."

د چارواکو په وینا دې منځني ښوونځي کې سلګونه انجونو او هلکانو زده‌کړې کولې.

د تخار د پولیسو د ویاند په وینا د اور لګېدو پر مهال ښوونځي کې زده‌کوونکي یا نور څوک نه‌و موجود.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټویټر دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي دا سیمه د حکومت تر ولکې لاندې ده او ټینګار یې کړی چې دوی "د ښوونځیو حمایت کوي نه دا چې کوم زیان ورته ورسوي."