په کونړ کې د ملي اردو مسؤلین وايي، وټهپور ولسوالۍ کې يې څلورو داعش وسلهوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په کونړ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوهمې پلې لوا قوماندان جنرال میرویس ساپي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره شپهيې د وټهپور ولسوالۍ اړوند د مناګي برښنا بند سره په نږدې ساحو کې عملیات کړي چې پهکې يې ۳ داعش پورې تړلي وسلهوال وژلي او یو يې ټپي کړی دی.
جنرال ساپی وايي، دغو وسلهوالو غوښتل چې د مناګي نوی جوړ شوی د برښنا سټېشن ویجاړ کړي.
تر اوسه داعش "د اسلامې دولت وسلهوالې ډلې" په دې اړه څه نهدي ویلي.