هند د چابهار بندر لپاره ځانکړې کړې بودجه دوه برابره کړه

ارشیف- چابهار بندر

هند د چابهار بندر لپاره ځانکړې کړې بودجه د تېر کال په پرتله دوه برابره کړې ده.

د هند چاپ پرېنټ خپرونې د معلوماتو پر بنسټ د هند بهرنیو چارو وزارت له لوري په اعلان شوې بودجه کې ۱۰۰ کروړه هندي روپۍ چې (۱۴ میلیونه او ۱۰ زره ډالر) کېږي د ایران د چابهار بندر د پراخوالي لپاره په پام کې نیول شوې دي.

په ۲۰۱۹-۲۰۱۸ کال د هند دولت په بودجه کې د چابهار بندر مالي ملاتړ ونه‌شو، خو تېر کال دغه هېواد ۴۵۰ میلیونه هندي روپۍ د دغه پروژې لپاره ځانګړې کړې.

له چین او پاکستان سره د اختلافاتو له امله هند پرېکړه وکړه چې په وچې پورې محدود هېواد افغانستان له لارې لوېدیځو هېوادونو او مرکزي ‌اسیا سره د نښلېدو نوې لار جوړه او خپلې ګټې خوندي کړي.