محب: افغانستان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره خپلواکې اړیکې لري

حمد الله محب پرون له طاهریان سره په کتنه کې ویلي چې له خپلو ګاونډیو هېوادونو توقع لري چې له افغانستان سره اړیکي د دوو دولتونو ترمنځ د ارتباط پر اساس ټینګ کړي.

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان ته ویلي چې خپلوګاونډیو هېوادونو سره خپلواکې اړیکې لري او له مقابله لوري هم ورته تمه لري.

د ایران او دامریکا د متحدو ایالاتو ترمنځ سیاسي کړکېچ په وروستۍ یوه لسیزه کې تر هر بل وخت زیات شوی دی.

کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي د تګ په اړه ډېره جزئیات نه دي ورکړ شوي خو د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې حمد الله محب پرون له طاهریان سره په کتنه کې ویلي چې له خپلو ګاونډیو هېوادونو توقع لري چې له افغانستان سره اړیکي د دوو دولتونو ترمنځ د ارتباط پر اساس ټینګ کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دایمي سوله یوازې د بین الافغاني خبرو په پایله کې ټینګېدلای شي.