د چین په ننجینګ کې افغان محصلان خوراکي توکي نه لري

ننجینګ له ووهان ښار څخه چې د کرونا په نوم وژونکی ویروس په کې خپور شوی، تقریباً ۴۰۰ کیلومتره واټن لري.

د چین په ننجینګ ښار کې افغان محصلان وايي، خوراکي توکي نه لري او په سخته ويره کې وخت تېروي.

افغان محصل عبدالواحد حقمل پرون ازادي راډیو ته وویل چې که په چین کې د افغانستان سفارت له هغوی سره مرسته ونه کړي، وېره لري چې یو شمېر محصلان به په خپل سر افغانستان ته ستانه شي او په دې ډول به افغانستان ته د کرونا ویروس د خپرېدو امکان زیات شي.

ننجینګ له ووهان ښار څخه چې د کرونا په نوم وژونکی ویروس په کې خپور شوی، تقریباً ۴۰۰ کیلومتره واټن لري.

عبدالواحد حقمل وویل: "دلته ټول مارکېټونه تړلي دي، موږ به مخکې له یوه جوماته ډوډۍ اخیسته خو هغه جومات تقریباً شل کیلومتره لرې دی او د مټرو ټول لینونه بند شوي دي."

د حقمل په وینا، په ننجینګ کې ۱۸۰ افغان محصلان اوسېږي.

د چین په ووهان ښار کې هم ۴۰ افغانان لوړې زده کړې کوي.

په چین کې د افغانستان سفیر د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په ووهان کې محصلان قرنطین دي او دوی په دوامدار ډول خبرې ورسره کوي.

د افغانستان سفیر وویل چې د عامې روغتیا وزارت باید د روغتیا د نړیوال سازمان له نورمونو سره سم، د افغان محصلانو د ستنېدو زمینه برابره کړي.

کرونا ویروس وژونکی دی او له یوه انسانه بل انسان ته سرایت کوي.