د افغانستان له ټاکنو سره د امریکا د ۲۹ میلیونه ډالرو مرسته

په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست راس ویلسون

په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست "راس ویلسون" پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، امریکا د افغانستان ټاکنو سره ۲۹ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

هغه زیاته کړه، دغه مرسته په افغانستان کې د ولسواکۍ او ډیموکراسۍ له بهیره د خلکو د ملاتړ په هدف وه.

د ټویټ په دوام زیاته شوې، د ټاکنو پایله که هر څه وي خو امریکا د دواړو هېوادونو ترمنځ د تل پاتې همکایو د پیاوړتیا لپاره د افغانستان راتلونکي حکومت سره همکارۍ ته ژمنه ده.

د امریکا سفارت په داسې حال کې دغه نظر څرګندوي چې د ټاکنو پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوي.