ریال ماډریډ له اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلې سره لوبه کوي

ارشیف

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۲مې اونۍ لوبو په لړ کې نن ماښام د ریال ماډریډ لوبډله د اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلي سره لوبیږي.

دا لوبه د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانیتاګو برنباوو کي د افغانستان په وخت نن ماښام ۷:۳۰ بجې پيلېږي.

هاخوا د اسپانیا هېواد بله قوي لوبډله بارسولونا سبا یکشنبه د لوانتې سره لوبیږي.

دا لوبه د بارسلونا په کورني لوبغالي نیوکمپ کي سبا شپه ترسره کېږي.

تر اوسه ریال مادرید د لیګ د نمرو د جدول په سر کې اوبارسلونا بیا د ۴۳ نمرو په درلودلو سره دوهم ځای لري.