په چین کې د کرونا په نوم خطرناک ویروس خپور شوی او زرګونه کسان په دې ویروس اخته شوي دي.
دغه راز لسګونه کسان په دې ویروس د اخته کېدو له امله مړه شوي هم دي.
افغانستان کې هم دا اندېښنه شته چې له چین دا ویروس دې هېواد ته انتقال نه شي.
د حقیقت څه دي په دې اونیزه خپرونه کې د کرونا ویروس د انتقال پر څرنګوالي، تشخیص او نیول شویو تدابیرو د عامې روغتیا له وزیر فیروزالدین فیروز سره د آزادی خبریال نسیم شفق مرکه کړې، چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5