خوست کې د منظور پښتین د خوشې کولو غوښتنه شوې

منظور پښتین د جنورۍ په ۲۷ مه، د پاکستان پولیسو ونیو او لا هم په توقیف کې دی.

په خوست کې پرون د مدني ټولنې یو شمېر غړو ، محصیلنو او ولسي ښځو په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتین د ازادۍ لپاره غوښتنه وکړه.

منظور پښتین د جنورۍ په ۲۷ مه، د پاکستان پولیسو ونیو او لا هم په توقیف کې دی.

په خوست کې د پرونۍ غونډې ګډونوالو په یوه پرېکړه لیک کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په پاکستان کې د پښتنو پر بشري حقونو تېري ته پام وکړي.

منظور پښتین په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم، سوله یيز حرکت پېل کړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې خلکو ته هغه حق غواړي چې د پاکستان قانون ورته منلی دی.

د دې مدني حرکت غړو د مارچ په ۳۱مه په وزیرستان کې د پښتنو لویه جرګه رابللې ده.