منظور پشتین محکمې ته وړاندې شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين نن په ډېره اسماعيل خان کې محکمې ته وړاندې شو. د اورېدنې پر مهال قاضي امر وکړ چې پشتين دې زندان ته ولېږل شي.

د پشتين وکيل سعيد اختر نن ازادي راډيو ته وويل چې پوليسو د منظور پشتين پر وړاندې یو بل شکایت هم ثبت کړی چې هغه د پاکستان له اساسي قانونه سرغړونه کړې ده او په همدې اړه نن محکمې ته وړاندې شو. پشتين پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي دي.

منظور پشتين به سبا يو ځل بيا په ډېره اسماعيل خان کې محکمې ته وړاندې شي. مدافع وکيلانو يې پر ضمانت د راخوشې کېدو غوښتنه کړې چې قاضي به ورباندې خپله پرېکړه اوروي.