د بغلان پولیسو بدخشان ته د هیروئینو د قاچاق مخه ونیوله

آرشیف، عکس جنبه تزئینی دارد.

پولیسو په بغلان ولايت کې تر ۱۰ کيلو ګرامو ډېر هيروئين نيولي دي.

د بغلان ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت ازادي راډيو ته وويل: "۱۴ نيم کيلوګرامه هيروئين چې په يوه بار وړونکي موټر کې پټ کړل شوي ول، په پلخمري ښار کې پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونيول."

قاچاق کوونکو نيت درلود چې دا نشه‌يي مواد بدخشان ولايت ته قاچاق کړي او په دې تور دوه تنه هم نيول شوي دي.