فراه کې سلګونه کیلوګرامه نشه‌يي مواد له‌منځه وېوړل شول

ارشیف، د نشه‌یي موادو سوځول

په فراه ولايت کې نږدې ۵۰۰ کيلوګرامه نشه‌يي مواد وسوځول شول.

د فراه ولايت امنيه قوماندان فضل احمد سروري رسنيو ته وويل چې دا مواد له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په تېرو شپږو مياشتو کې د فراه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې نيولي ول، د دلوې مياشتې پر شپږمه نېټه وسوځول.

ښاغلی سروري زیاتوي: "دا نشه‌يي مواد چې وسوځول شول، په ۱۱۴ دوسيو پورې اړه لري. په دې نشه‌يي موادو کې ۵۰۴ لیټره الکولي مشروبات او تقريباً ۵۰۰ کيلوګرامه بېلابېل نشه‌يي مواد شامل دي."

د دې نشه‌يي موادو په تور ۱۱۴ تنه نيول شوي او تر هغه وروسته عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.