افغان ولسمشر او د امریکا یوه لوړپوړي نظامي چارواکي له افغانستان سره د امریکا د دوامداره ژمنو، په ځانګړې توګه په امنیتي او دفاعي سکټور کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکايي پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مککنزي نن تر غرمې مخکې په ارګ کې سره ولیدل.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال مککنزي له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې په ځانګړې توګه د داعش په ځپلو کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې یادې کړي.
په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې هېواد د دفاع توان لري او دغو ځواکونو وکړای شول په افغانستان کې داعش ډله وځپي.
د ننګرهار ولایت چارواکو په دې وروستیو کې وویل چې تر نظامي عملیاتو وروسته سلګونه داعش جګړهماران له خپلو کورنیو سره یوځای دولت ته تسلیم شول.
د امریکا دفاع وزارت په نوي راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د داعش جګړهماران تر اوسه یو تهدید ګڼل کېږي.