دفاع وزارت: په هلمند کې ۷ طالب جنګیالي وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې هلمند ولایت

د افغانستان دفاع وزارت په هلمند ولایت کې د اوو سخت دريځو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په نهر سراج ولسوالۍ کې په هوايي حمله کې درې وسله‌وال طالبان او په واشېر ولسوالۍ کې په یوه بله هوايي حمله کې دوه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د خبرپاڼې پر اساس، دوه نور طالبان په نادعلي ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

په افغانستان کې په جګړه بوخت لوري ادعا کوي چې یو بل ته‌یې تلفات اړولي دي.

د افغانستان جګړې ته د پای ټکی ايښودو په هدف د امریکا د ډیپلوماتیکو هڅو پر مهال تر اوسه داسې نه‌ښکاري چې په افغانستان کې دې تاوتریخوالی کم شوی وي.