امریکا له افریقا خپل ټول ځواکونه نه‌باسي

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر مارک اسپر

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، پنټاګون دا نیت نه‌لري چې له افریقا خپل ټول ځواکونه وباسي.

د امریکا متحدان اندېښنه لري چې واشنګټن کېدای شي د افریقا لویه وچه له پوځي پلوه پرېږدي، خو چین او روسیه په شدت دغلته د خپل نفو‌‌ذ د زیاتولو هڅه کوي او د وسله‌والو سخت دریځو ګواښ هم پاتې دی.

خو د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د پنجشنبې په ورځ وویل "موږ په بشپړه توګه له افریقا خپل ځواکونه نه‌وباسو. زه د ډېرو خلکو په اندېښنو خبر یم، خو بیا هم وایم چې تر اوسه هېڅ پرېکړه نه‌ده شوې، دا یوه پروسه ده."

اسپر په اسیا کې د چین د پوځي ننګونو په وړاندې د سرچینو د زیاتولو لارې چارې لټوي او په همدې موخه په ټوله نړۍ کې د امریکايي ځواکونو پر موجودیت بیا کتنه کوي.

فرانسې په ځانګړې توګه په افریقا کې د امریکا د پوځي حضور په کمېدو اندېښنه ښودلې ده.