د امریکا او مکسیکو ترمنځ دېوال یوه برخه غورځېدلې

د امریکا او مکسیکو ترمنځ دېوال

له مکسیکو سره د امریکا په پوله د جوړ شوي دېوال یوه برخه د سخت باد له کبله غورځېدلې ده.

چارواکو ویلي دېوال د مکسیکو خواته د ګڼې ګوڼې په یوې کوڅې ورغورځېدلی دی.

د امریکا پر پوله د ګزمې د د ادارې ویاند کارلوس پیټونس د پنجشنبې په ورځ وویل، د دېوال دا برخه د کلیفورنیا د کالکسیکو او د مکسیکو د مکسيکالي ترمنځ د اوښتو را اوښتو د لارې څخه څلور کیلومتر ختیځ خوا ته نړېدلې ده او څوک په‌کې ژوبل شوي نه‌دي.

د امریکا پر جنوبي پوله د نهو مترو په لوړوالي د دې دېوال کار په داسې حال کې چټک شوی چې د امریکا حکومت غواړي د دې کال تر پای پورې د دې دېوال د جوړولو کار بشپړ کړي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال له مکسیکو سره پر پوله د دې لانجمن دېوال د جوړولو ژمنه کړې وه، څو په وینا یې له مکسیکو د غیر قانوني وګړو او نشه‌يي موادو د وراوښتو مخه ونیسي.