د روغتیا نړیوال سازمان 'نړیوال بېړنی وضعیت' اعلان کړ

ارشیف، په چین او ۱۸ نورو هېوادونو کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته په بلاروس کې خلک ماسکونه کاروي.

د روغتیا نړیوال سازمان په چین کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د مړینې له زیاتېدو وروسته دا نړیوال بېړنی وضعیت بللی، خو ویلي یې دي چې د دې ستونزې له کبله د نړۍ په کچه د سفر محدودیت ته اړتیا نه‌شته.

په داسې حال کې چې د کرونا ویروس موارد په ۱۸ هېوادونو کې تأیید شوي دي، د ملګرو ملتونو د اړوندې "WHO" ادارې مشر تیدروس ادهانوم ګیبریسوس "Tedros Adhanom Ghebreyesus" دا اعلان پرون د کارپوهانو په ګډون د "WHO" د بېړنۍ کمېټې له غونډې وروسته وکړ، خو نوموړي په عین حال کې ټینګار وکړ چې پر سفر او سوداګرۍ د محدودیتونو لګولو ته اړتیا نه‌شته.

د روغتیا نړیوال سازمان دا اعلان وروسته له هغه کوي چې چین پرون پنجشنبه په یوه ورځ د مړو تر ټولو زیاته شمېره اعلان کړه ویې‌ویل چې د دې ناروغۍ له کبله د مړو کسانو ټوله شمېره ۱۷۰ ته رسېدلې او د تأیید شویو مواردو شمېر له ۷۷۰۰ اوښتی.

له بلې‌خوا د چین په تبت ایالت کې د یوه مورد تأیید ښيي چې کرونا ویروس اوس د چین ټول اصلي ټاټوبي ته سرایت کړی دی.