'په سوریه کې د روسیې په هوايي حمله کې ۱۰ ملکي کسان وژل شوي'

ارشیف، په سوریه کې هوايي حملې

راپورونه وايي چې د روسیې پوځي الوتکو د سوریې په ادلب ولایت کې په یوه هوايي حمله کې ۱۰ تنه ملکي وګړي وژلي دي. روسیې دا ادعا سمدستي رد کړې ده.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې مرکز یې په لندن کې دی او د سوریې د ملکي دفاع ټولنې پرون پنجشنبه وویل چې په اریحا ښار کې د تېرې شپې په هوايي حمله کې یو روغتون او یوه نانوايي په نښه شول. دوی وايي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان او مېرمنې هم شامل دي.

د روسیې دفاع وزارت دا راپورونه رد کړي دي او وايي الوتکو یې په دې سیمه کې هېڅ بمباري نه‌ده کړې، خو د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي جېمز جیفري پرون وویل یوازې په تېرو درېیو ورځو کې د روسیې هوايي ځواک په سیمه کې ۲۰۰ هوايي حملې کړې دي.

ادلب له نږدې اتو کلونو راهیسې د وسله‌والو مخالفینو په ولکه کې دی او دا یې وروستی سنګر بلل کېږي، خو د سوریې حکومتي ځواکونه اوس د دې ولایت پر لور د پرمختګ په حال کې دي.