'پاکستان کې د بشري حقونو د مدافعانو لپاره کار لازیات سختېږي'

د بخښنې نړیوال سازمان کې د جنوبي اسیا د چارو مرستیال مشر، عمر وړایچ.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په پاکستان کې هدفي وژنې او د خلکو جبري بې‌درکۍ، همداراز د ښځو پر ضد تشدد، شکنجې، د رسنیو سانسور او د توکمیزو او مذهبي لږکیو پر ضد تبعیض او تشدد دوام لري.

دې ادارې په خپل راپور کې چې پرون خپور شوی، ویلي چې په پاکستان کې د بشري حقونو پر مدافعانو، خبریالانو او د شیعه‌ګانو د ټولنې پر فعالانو ظلم شوی او د دې ډلو سل‌هاوو وګړي امنیتي ځواکونو بې‌درکه کړي، له تور یا محاکمې پرته توقیف شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان کې د جنوبي اسیا د چارو مرستیال مشر، عمر وړایچ ویلي چې په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکي په جبري بې‌درکیو، د ژورنالېستانو په سانسور او د سوله‌ییزو مظاهرو په بندولو او شنډولو کې لاس لري او شدید قوانین عملي کوي، په دې هېواد کې هره ورځ د بشري حقونو د مدافعانو لپاره کار لازیات سختېږي.