دفاع وزارت: بلخ کې د حکومت ۴۵ وسله‌وال مخالفین وژل شوي

ارشیف، بلخ کې پوځي عملیات

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په بلخ کې د حکومتي قواوو په پوځي عملیاتو کې د حکومت د مخالفانو ۴۵ تنه وژل شوي دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې چې نن د جنورۍ په ۳۰مه خپره شوه، ویل شوي چې عملیات په بلخ ولسوالۍ کې شوي دي.

دفاع وزارت ویلي چې څو ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو نیول شوي، خو وسله‌والو طالبانو په دې اړه خبرې نه‌دي کړې.

له بله پلوه د بادغیس د والي ویاند، نجم‌الدین برهاني نن د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې وسله‌والو طالبانو بېګا په قادس ولسوالۍ کې په حمله کې دوه پولیس وژلي او درې تنه زخمیان شوي دي.خو د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ویلي چې اته پولیس وژل شوي او ۱۵ زخمیان شوي دي.