اروپايي پارلمان د بریتانیا له وتلو سره موافقه وکړه

د اروپايي پارلمان ځیني غړي له اروپایي ټولنې د بریتانیا له وتلو سره تر موافقې وروسته.

اروپایي پارلمان په غوڅ اکثریت له اروپایي ټولنې د بریتانیا له وتلو سره موافقه وکړه. په دې ډول دې ته لاره هواره شوه چې بریتانیا د جنوري له ۳۱مې وروسته له اروپایي ټولنې بېله شي.

د اروپایي پارلمان ۶۲۱ تنو موافقه او ۴۹ غړو مخالفه رایه ورکړه، نږدې ۱۳ وکیلانو ممتنع رایه وکاروله.

د بریتانیا او اروپایي ټولنې ترمنځ به د راتلونکې همکارۍ لپاره خبرې اترې تر دې وروسته دوام وکړي.

بریتانیا هڅه کوي چې د ۱۱ میاشتو په ترڅ کې له اروپایي ټولنې سره د سوداګرۍ په برخه کې یو هر اړخیز تړون وکړي.

بریتانیا لومړی هېواد دی چې وروسته له ۴۷ کلونو د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو له سیاسي اقتصادي ټولنې وځي.