بخښنې نړیوال سازمان: افغانان د جګړو دوام ځپلي

د افغانستان په خوست ولایت کې یو شمېر وژل شوي ملکي کسان.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې د ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې ملکي افغانان د جګړو د ادامې له امله ځپل شوي دي.

د امنسټي انټرنشنل له‎خوا په هغه کلني راپور کې چې پرون خپور شو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) په استناد راغلي چې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو نهه میاشتو کې په افغانستان کې ۲۳۶۳ ملکیان وژل شوي دي او ۵۶۷۶ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې اکثر تلفات د حکومت مخالف وسله‎والو د بریدونو او چاودېدونکو موادو له امله رامنځته شوي دي. په ورته وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د هوایي عملیاتو او د پلټنې د عملیاتو پر مهال چې حکومت پلوه ځواکونو کړي، ملکي تلفات زیات شوي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح‎الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تل هڅه کړې چې د دولت د وسله‎والو مخالفینو په وړاندې عملیاتو کې تر ټولو زیات د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.

ښاغلی احمدزی وايي: "اولین شی چې زموږ لپاره مهم دی، هغه د عامو وګړو د تلفاتو مخنیوی دی. په دوهمه برخه کې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو د کچې راټیټېدل دي."

د جنوبي اسیا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان مرستیال مشر عمر وړایچ وایي، په ۲۰۲۰ کال کې باید نړیوال د افغانستان د شخړو په برخه کې بې‎تفاوته پاتې نه‎شي او د افغانانو حمایت وکړي.