پنټاګون په غزني کې د لوېدلې الوتکې د سپرلۍ هویت په ډاکه کړ

په غزني کې د امریکا هوايي ځواکونو لوېدلې بمبارډیر "E-11A" الوتکه.

د امریکا دفاع (پنټاګون) وزارت د هوایي ځواکونو د هغو دوو افسرانو نومونه په ډاګه کړل چې بمبارډیر "E-11A" الوتکه‎یې د تېرې دوشنبې په ورځ د غزني په ده‎یک ولسوالۍ کې راوغورځېده او په‎کې ووژل شول.

د امریکا پوځ پرون وویل، د دې پېښې قربانیان ۴۶ کلن ډګرمن پاول ک ووس "Paul K. Voss" او ۳۰ کلن تورن ریان اس فنیوف "Ryan S. Phaneuf" دي.

د دغې الوتکې د راغورځېدو د پېښې په اړه څېړنه روانه ده.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مک‎کنزي د سعودي عربستان د پرنس سلطان په هوایي اډه کې خبریالانو ته وویل چې دی ډېر ډاډه دی چې دغه الوتکه د دښمن له‎خوا نه‎ده نسکوره شوې.

طالبانو ادعا کړې چې وسله‎والو یې دغه امریکایي الوتکه په ډزو رانسکوره کړې ده.

جنرال مک‎کنزي زیاته کړه، دی باور نه‎کوي چې امریکایي ځواکونه دې د دغې الوتکې د راغورځېدو د پېښې ځای ته په ورتلو کې له کوم مقاومت سره مخامخ شوي وي. هغه وویل، اساسي ستونزه د هوا خرابوالی و.

دغه الوتکه داسې مهال راغورځېږي چې داسې ښکاري د طالبانو او امریکا ترمنځ یوه جوړجاړي ته د رسېدو په هدف پیل شوې خبرې په دې وروستیو کې له یوه ولاړ حالت سره مخامخ شوې دي.