د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د المان پراختیايي ادارې په همکارۍ د پانګونې پراختیا او مارکېټ ته د لاسرسي په هدف یو ورځنۍ ناسته وشوه.
دغه ناسته نن په کابل کې ترسره شوه.
د دغې خونې ویاند جان اقا نويد ازادي راډيو ته وویل، په ناسته کې پر دې بحث وشو چې څنګه نړیوال مارکېټ ته لاسرسی پیدا کړي.
هغه زیاته کړه: "زموږ د نن ورځې کنفرانس په دې دی چې څنګه بازار یا مارکېټ ته لاسرسی پیدا شي، په دې پروګرام کې یو شمېر سوداګرو، ادارو او سوداګرۍ وزارت ګډون کړی او خپل نظریات شریکوي چې څنګه زموږ مالونه بهرنیو بازارونو ته لار پیدا کړي او په مناسبه بیه وپلورل شي."
له بلې خوا د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند سمیر رسا نن ازادي راډيو ته وویل، تر دې مخکي افغانستان یوازې په پاکستان متکي و چې اوسمهال بدیلې لارې موندل شوي او د هوا له لارې څه باندې ۵۰ هېوادونو ته صادرات کېږي.
نوموړي وویل، افغانستان یو شمېر نوي مارکېټونه په اوکراین، قطر، عمان، بحرین، اذربایجان کې موندلي څو د افغانستان صادرات زیات شي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په تازه اقدام کې نن د تورخم لار وتړله.