د امریکا په سنا کې د ټرمپ د استیضاح د محاکمې نهمه ورځ

د امریکا قاضي‌القضات جان رابرټس د ولسمشر ډونالد ټرمپ د محاکمې بهیر اداره کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح د محاکمې نهمه ورځ نن د واشنګټن په وخت د ماسپښین په یوه بجه په سنا جرګه کې ترسره کېږي.

سناتوران تر دوو ورځو وخت لري چې خپلې لیکلې پوښتنې د ټرمپ د محاکمې په بهیر کې د استازو جرګې له‌خوا ټاکل شویو اووه تنو مدیرانو او هم د ولسمشر ټرمپ مدافع وکیلانو ته وسپاري.

د امریکا قاضي‌القضات جان رابرټس د ولسمشر ډونالد ټرمپ د محاکمې بهیر اداره کوي.

د پوښتنو تر سپارلو وروسته تمه کېږي چې سناتوران په دې اړه رایه ورکړي چې ایا شاهدان شهادت ته وروغواړي که نه.

سنا وروسته له هغه د ولسمشر ټرمپ استیضاح پیل کړه چې د امریکا استازو جرګې ټرمپ له واک څخه په ناوړه استفاده او د کانګرس په مخ کې د خنډونو په ایجادولو تورن کړ او د هغه د استیضاح دوسیه‌یې سنا ته واستوله.

په ټرمپ دا تورونه د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره د هغه د یوې ټیلیفوني مکالمې په تړاو دي.

په ټرمپ تور دی چې په زلنسکي یې فشار راوړی څو د خپل سیاسي سیال جوبایډن او د هغه د زوی هنټر بایډن په اړه پلټنې وکړي.

بایډن او زوی یې هنټر بایډن په اوکراین کې د انرژۍ په سکټور کې څه وخت کار کړی و.

جوبایډن د امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې له ډیموکرات ګونده د ټرمپ یو اصلي سیال بلل کېږي.

په سنا جرګه کې له سلو څوکیو ۵۳ د جمهوري غوښتونکو په لاس کې دي او تقریباً واضح ده چې ټرمپ به برائت حاصل کړي ځکه له واکه د هغه د لیرې کولو لپاره د سنا جرګې دوه ثلثه رأیې په کار دي.