چین کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو شمېر ۱۳۲ کسانو ته ورسېد

تر چین بهر هم په اروپا، شمالي امریکا او د اسیا په څو نورو هېوادونو لکه جاپان، منګولیا، ویتنام کې لسګونه کسان په دې وژونکي ویروس اخته شوي.

په چین کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۳۲ ته رسېدلی او شپږ زره کسان پرې اخته شوي.

دا خبره د چین د روغتیا ملي کمېسیون نن تأیید کړې او ویلي یې دي چې نږدې ۱۰ زره نور ناروغه کسان هم تر معاینې لاندې دي.

تر چین بهر هم په اروپا، شمالي امریکا او د اسیا په څو نورو هېوادونو لکه جاپان، منګولیا، ویتنام کې لسګونه کسان په دې وژونکي ویروس اخته شوي.

کرونا ویروس تنفسي سیستم کمزوری کوي او په خطرناکه حالت کې یې ان د انسان په مرګ تمامېږي.

لومړی دا ویروس د چین په ووهان ښار کې د ډسمبر په میاشت کې کشف شو او ویل کېږي چې ښايي له ککړو سمندري خواړو یا ناروغه ژویو انسانانو ته انتقال شوي وي.

د چین ووهان ښار او د هوبای ولایت ۱۷ نور واړه او لوی ښارونه د دولت له‌خوا تړل شوي او بهرنیان هڅه کوي له دې ښاره ووځي.

شاوخوا ۵۰ میلیونه کسان د چین په هوبای کې ایسار پاتې دي.

یوې الوتکې نن سهار وختي له ووهانه د امریکا الاسکا ته سفر پیل کړ چېرته چې سورلۍ به‌یې امریکا ته په رسېدو دقیق معاینه شي.

بله الوتکه له ووهانه د جاپان پلازمېنې توکیو ته ولاړه.

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس له امله په چین کې بېړنی روغتیايي وضعیت اعلان کړی، خو په نړیواله کچه‌یې دا کار نه‌دی کړی.