د ناټو سرمنشي له خلیل‌زاد سره په افغان سولې خبرې کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد او د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره د افغانستان پر سوله خبرې وکړې.

ينس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې له زلمي خليل‌زاد سره پر دې موضوع بحث وکړ.

ښاغلي سټولټنبرګ تېر ماښام په ټويټر کې ليکلي چې ناټو د افغانستان او د سولې د شرايطو د برابرولو ملاتړ ته ژمنه ده.

بل‌خوا د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نيکولاس کې چې وايي په دې کتنه کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره يوځاى حاضر و، په يوه وېډيويي پيغام کې وويل: "سفير خليل‌زاد د ناټو متحدانو ته له طالبانو سره پر يوه موافقه د سلا کېدو د هڅو په اړه معلومات ورکړل، د ناټو متحدانو يو وار بيا د ده له دغو هڅو خپل ملاتړ څرګند کړ، دوى دغه‌راز په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د روان مأموريت ملاتړ هم څرګند کړ."

د ناټو په مقر کې د افغانستان د سولې پر هڅو په داسې حال کې بحث کېږي چې زلمي خليل‌زاد تر دې مخکې په قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې مذاکرې وکړې.

دا چې په دغو مذاکرو کې پر کومو ټکو موافقه شوې ده، معلومات نه‌دي خپاره شوي.