د سولې ولسي حرکت کندهار کې ډیورند کرښې ته څېرمه لاريون کوي

ارشیف، د سولې ولسي حرکت

د سولې ولسي حرکت نن په کندهار کې ډيورند کرښې ته څېرمه د سولې او اوربند په ملاتړ لاريون کوي.

دغه لاريون نن چهارشنبه د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ترسره کېږي.

د حرکت وياند بسم‌الله وطندوست تېر ماښام ازادي راډيو ته وويل: "د لاريون پر مهال به يو وار بيا د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل شي چې نور موږ مه‌وژنئ، اوربند وکړئ او سوله وکړئ، دغه‌راز به د لاريون پر مهال له ولسونو وغوښتل شي چې نور چپ مه‌پاتې کېږئ، خپل غږ پورته کړئ او خپل حقونه وغواړئ، څومره چې ولس چپ پاتې کېږي، په هماغه اندازه به جنازې پورته کوي."

د سولې ولسي حرکت تر دې مخکې په هرات، فراه، نيمروز، هلمند، ارزګان ولايتونو او د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې هم د سولې او اوربند په ملاتړ لاريون کړى و.

دغه حرکت ټولو ولايتونو ته د موټرو په ذريعه خپل لاريون د لېندۍ یا قوس پر ١٩مه له هلمنده پيل کړ.