په پاکستان او د افغانستان په ګڼو ښارونو کې په زرګونو کسانو پرون (سې شنبه) د پښتون ژغورنې غورځنګ يا (PTM) په ملاتړ لاريون وکړ.
دوى د پاکستان د امنيتي ادارو له خوا د دغه غورځنګ د مشر منظور پښتين پر نيول کېدو اعتراض وکړ.
منظور پښتين چې په قبايلي سيمو کې يې د پاکستان د پوځ پر پوځي عملياتو انتقاد کړى، د دوشنبې پر سهار د پېښور په تهکال سيمه کې ونيول شو.
د پاکستان يوې محکمې د پښتين د خوشې کېدو لپاره د ضمانت درخواست رد کړ.
صالح محمد صالح د پښتون ژغورنې غورځنګ له يوې مخکښې غړې ثنا اعجاز سره مرکه کړې ده.
په پيل کې يې ورڅخه پوښتنه کړې، چې دوى به د نيول کېدو له خطر څخه ځانونه څنګه ساتي؟
Your browser doesn’t support HTML5