ځیني قراردادي شرکتونه: امریکايي پوهنتون زموږ پیسې نه‌راکوي

کابل کې د امریکايي پوهنتون مخې ته د یو شمېر افغان قراردي شرکتونو کنفرانس.

یو شمېر افغان قراردادي شرکتونه وايي، د افغانستان امریکايي پوهنتون د د دوی د ور رسولو توکو پیسې چې اندازه‌یې څه باندې ۳۱ میلیونه افغانۍ ده، نه‌ورکوي.

دغه شرکتونه وايي، په کابل کې یې امریکایي پوهنتون سره د شویو تړونونو په اساس د لسګونه میلیونو افغانیو توکي ور رسولي، خو یاد پوهنتون‌یې پیسې نه‌ورکوي.

د دغو شرکتونو مسؤلینو د سې شنبې په ورځ په کابل کې د امریکايي پوهنتون مخې ته د سړک پر څنډه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، څه کم یو نیم کال کېږي چې د دغه پوهنتون مسؤلینو یې پرته له دلیله پیسې ایسارې کړي چې له دې امله دا شرکتونه له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

د عمر ضیاء د لوجستیکي او خدماتي شرکت رئیس محمد عمر وویل: "د امریکایانو له پوهنتون سره مې له ۲۰۱۸ میلادي کال را په دېخوا د تېلو په برخه کې قرارداد درلود، په خواشینۍ سره یو کال او څو میاشتې کېږي چې موږ حقوق نه‌دي ترلاسه کړي، د پیسو مبلغ مو کابو ۲۵ میلیونه افغانۍ دی، ټول اسناد راسره موجود دي."

ښاغلي عمر وویل په دغه موده کې یې اړوندو افغان او بهرنیو ارګانونو ته عریضې کړي، خو نتیجه‌یې نه‌ده ورکړې.

عمر دا هم وویل چې افغانستان امریکايي پوهنتون غواړي دوی ته په میاشت کې له دوو نه تر پنځو فیصدو پورې پیسې ورکړي حال دا چې د ده په خبره په تړون کې داسې موارد نه‌شته.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې داسې خبرونه خپاره شوي وو چې په کابل کې امریکايي پوهنتون د بودجې د کموالي له امله امکان خپل فعالیت کم یا ودروي.

د افغانستان امریکایي پوهنتون د دې تورونو په ځواب کې ازادي راډیو ته به استول شوي اېمېل کې یوازې د عمر ضیا لوجستیکي کمپنۍ په اړه وایي چې دا کمپنۍ د دې پوهنتون پر خلاف خپل کارونه پر مخ بیایي او محصلینو ته خطر ورپېښوي.

دا پوهنتون په دې هکله نور جزئیات په لاس نه‌ورکوي، خو وايي چې دا موضوع‌یې د افغانستان له کورنیو چارو وزارت سره شریکه کړې ده.

کورنیو چارو وزارت په دې اړه شته پوښتنو ته ځواب ونه‌ویل.