د منظور پشتین د نیونې په غبرګون کابل او ولایتونو کې لاریونونه

ارشیف

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پشتین د ازادۍ لپاره نن په کابل او د افغانستان په ځیني نورو ولایتونو کې ولسي لاریونونه روان دي.

منظور احمد پشتین، د دوشنبې په شپه د پاکستان پولیسو ونیو.

په کابل کې نن د پاکستان سفارت مخې ته یو شمېر خلک راغونډ شوي وو او منظور احمد پشتین خوشې کړئ، نارې یې وهلې.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په دې اړه په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان حکومت د منظور پشتین نیول کېدل غندي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان د ولسمشر خبرې د اندېښنې وړ او په خپله کورنۍ مسئله کې څرګنده لاسوهنه ګڼي.

په کلا سیف‌الله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو نن په لویه ولسي غونډه کې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې منظور پشتین دې خوشې کړي.