د تاجکستان پولیسو د اخوانمسلمین ډلې ۱۱۳ مشکوک غړي نیولي دي.
په تاجکستان کې د اخوانمسلمین ډلې پر فعالیت بندیز دی.
د تاجکستان لوی څارنوال، یوسف رحمان نن د جنورۍ په ۲۸مه، خبریالانو ته وویل چې په مشکوکو کسانو کې د پوهنتونونو ۲۰ ښوونکي او کارکوونکي، دوه بهرني وګړي او یو د تاجکستان دولتي چارواکی دی.
یوسف رحمان رسنیو ته ویلي چې د اخوانمسلمین حزب هدف دا دی چې په زور حکومت نسکور کړي، یو اسلامي دولت رامنځته کړي.
اخوانمسلمین په ډېرو هېوادونو کې ممنوعالفعالیت اعلان شوی او افراطي ډله بلل کېږي.