د افغانستان د فوټسال ښځینه لوبډله له تاجکستان سره لوبه کوي

د افغانستان د فوټسال د ښځو ۱۹ کلنې لوبډله

د افغانستان د فوټسال ۱۹ کلنو ښځینه ملي لوبډله نن له تاجکستان لوبډلې سره لوبېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبه نن ماښام د کابل پر وخت شپږ بجې ترسره کېږي.

افغانستان تر دې وړاندې له ایران، ازبکستان او قرغزستان څخه ماتې خوړلې.

د فوټبال فدراسیون تمه ښودلې چې نننۍ لوبه وګټي.