د افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیايي پروګرامونو په اړه ناسته

په دبۍ کې د پیسو نړیوال صندوق د مالي او اقتصادي اصلاحاتو ناسته

د افغانستان د مالیې وزیر د پیسو نړیوال صندوق د مالي او اقتصادي اصلاحاتو په ناسته کې د سوداګریز چاپېریال په پیاوړي کېدو، د بشري او فزیکي پانګې د پراختیا په ملاتړ، د سیمه‌ییزې همکارۍ په پیاوړي کېدو او بې‌وزلۍ کمولو باندې ټينګار وکړ.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه ناسته چې په دبۍ کې ترسره شوه په بېلابېلو مسایلو په‌کې خبرې اترې وشوې.

نوموړي وویل، دواړو لورو د جوړښتي اصلاحاتو په دوام، د لوی اقتصاد او پالېسۍ په پیاوړي کېدو د دې هېواد د راتلونکو کلونو لپاره د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره په یو شمېر مېکانیزمونو کار وکړ.