چارواکي: بغلان کې ۷ سرتېري وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې بغلان ولایت

د بغلان سیمه‌ییز چارواکي د طالبانو په برید کې د اوو تنو افغان سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د بغلان د عامې روغتیا رئیس محب‌الله محب نن سهار خبریالانو ته وویل، د ۷ سرتېرو مړي او ۲ نور سرتېري چې ټپیان دي روغتون ته انتقال شوي.

ښاغلی محب وايي چې د یوه ټپي حالت نازک دی.

چارواکي وايي، دې سرتېرو په یوه امنیتي پوسته کې دنده لرله چې طالب وسله‌والو تېره شپه برید پرې وکړ.

په همدې حال کې د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوېد بشارت ویلي دي چې د دې پېښې د تلفاتو دقیق شمېر تر اوسه نه‌دی معلوم، خو د قربانیانو د کورنیو غړي وايي، په برید کې د پوستې قوماندان او له ۱۰ زیات سرتېري یې وژل شوي دي.

د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې د بغلان-سمنګان د لویې لارې په اوږدو کې پر دې پوستې مخکې هم څو ځلې حملې شوې وې.