ډونالد ټرمپ د منځني ختیځ د سولې طرحه نن اعلانوي

ښاغلي ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلو له صدراعظم بینیامین نتانیاهو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د دې طرحې د اعلانولو خبره وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، د منځني ختیځ د سولې طرحه به نن سې شنبه اعلان کړي.

د دې طرحې اعلان د ډېرې مودې راهیسې ځنډېدلی دی.

د فلسطیني مشرانو پر مخالفت سربېره ټرمپ پرېکړه کړې چې دا طرحه اعلان کړي.

فلسطیني مشرانو د منځني ختیځ د سولې د پلان اعلان د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو د مخنیوي دسیسه بللې ده.

ښاغلي ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل: "دا طرحه د منځني ختیځ لپاره ډېره مهمه ده. مخکې له دې چې تاسو رښتیا هم منځني ختیځ کې سولې ته ورسېږئ، اسرائیل او فلسطینیان باید سوله وکړي. خلکو پر دې طرحه کلونه کار کړی، کلونه. او زه فکر کوم چې موږ تقریباً د کار پای ته نږدې یوو، خو موږ باید نور خلک هم وهڅوو چې توافق وکړي."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه، د منځني ختیځ د سولې دا پلان د فلسطینیانو لپاره ډېر ښه دی.

نوموړي وویل، ښايي فلسطینیان په لومړیو کې دا طرحه ونه‌مني، خو فکر کوم اخر کې به‌یې ومني.

فلسطینیان وېره لري چې د ټرمپ د سولې په دې پلان کې به پر لوېدیځه غاړه د اسرائیلو د مالکیت دعوه په رسمیت وپېژندل شي.

اسرائیلو لوېدیځه غاړه په ۱۹۶۷ میلادي کال د اسرائیلو او عربو د جګړې پر مهال نیولې ده.