امریکايي او ناټو ځواکونو ویلي چې غزني کې یې الوتکه راغورځېدلې

د امریکا یوهE-11A وله پوځي الوتکه په غزني کې لوېدلې

په افغانستان کې امریکايي او ناټو ځواکونو ویلي چې د امریکا یوهE-11A ډوله پوځي الوتکه په غزني کې لوېدلې ده.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېټ تېره شپه ناوخته پر خپل ټویټر ولیکل، د دې الوتکې د نسکورېدو د لامل په اړه څېړنې روانې دي، خو داسې هېڅ شواهد نه‌شته چې ګوندې الوتکه دې د "دښمن په ډزو" نسکوره شوې وي.

په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ مأموریت هم ازادي راډیو ته په یو اېمېل کې په غزني کې د یوې امریکايي الوتکې نسکورېدل تأیید کړي.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د غزني د ده‌یک ولسوالۍ په سدوخېل سیمه کې دا الوتکه دوی نسکوره کړې او په‌کې لوړ پوړي امریکايي استخباراتي چارواکي وژل شوي.