د منظور پشتین نیول کېدو ته د افغان سیاسي مشرانو غبرګونونه

منظور پشتین د دوشنبې په سهار وختي پېښور کې پاکستاني پولیسو د دولت خلاف څرګندونو په تور ونیوه.

د افغانستان د ولسمشر په شمول یو شمېر افغان سیاستوالو په پاکستان کې د امنیتي ادارو له‌خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین نیول غندلي او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه‌یې کړې ده.

منظور پشتین دوشنبې په سهار وختي پېښور کې پاکستاني پولیسو د دولت خلاف څرګندونو په تور ونیوه.

ولسمشر محمد اشرف غني پر خپل ټویټر د منظور پشتین او د هغه د همکارانو په نیولو خواشیني ښودلې او په ترهګرۍ ځپلې سیمه کې یې د حکومتونو له‌خوا د سوله‌ییزو مدني خوځښتونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یو بیان کې د منظور پشتین نیونه غندلې او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې نوموړی دې ژر تر ژره خوشې کړي.

د اشرف غني په مشرۍ د "دولت جوړوونکي" انتخاباتي ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح هم پر خپل ټویټر لیکلي: "ما یو ارام او مسک منظور پشتین د وارخطا پاکستاني پولیسو په توقیف کې ولید."

صالح ویلي، دوی د "پي ټي اېم" او د دوی د سوله‌ییزې مبارزې اخلاقي ملاتړ کوي او د منظور پشتین د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر هم په یوه بیان کې د منظور پشتین او د ده د ملګرو نیول او ځورونه د ولسي مبارزې خلاف عمل بللی او د هغه د ژر خوشې کېدو هیله‌یې کړې.

ښاغلي اتمر ویلي چې "د ترهګرۍ او انسان وژنې خلاف غږ باید چپ او زنداني نه‌شي، بلکې ملاتړ يې وشي."

بل‌خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو پرون اعلان وکړ چې د پاکستاني پولیسو له‌خوا د دې غورځنګ د مشر پر نیول کېدو به نن سې شنبه په پاکستان او نوره نړۍ کې پراخې اعتراضي غونډې او لاریونونه کوي.