پاکستان د افغان بار وړونکو موټرو پر مخ د واګې بندر تړلی

ارشیف

پاکستان په یو نوي اقدام سره د افغان بار وړونکو موټرو پر مخ د واګې بندر تړلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، له تېرو درېیو ورځو راهیسې په ډېر شمېر سره موټر راګرځول شوي دي.

ښاغلی نوید وايي، دغه بار وړونکي موټر د پاکستان واګې بندر له لارې ټرانزیت کېدل چې له هغه وروسته بیا هند ته تلل.

هغه زیاتوي: "بار وړونکي موټر اړ شوي چې کارونه ودروي، دا مهال د مېوو د صادراتو فصل و چې باید ډېر صادرات شوي وی، خو د دې لپاره چې ډېری موټر له پاکستان څخه بېرته راګرځول شوي بار وړونکي موټر درېدلي دي زموږ غوښتنه دا ده چې دا ستونزه ژر تر ژره هواره شي."

د ښاغلي نوید په خبره، دا مهال ډېری مېوې خرابې شوي او که چېرې یاده ستونزه هواره نه‌شي د باغ لرونکو ترڅنګ به سوداګرو ته هم ګڼ مالي زیانونه واوړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چارواکو په وینا، که څه هم دغه ستونزه له اړوندو چارواکو سره شریکه شوې، خو لاهم نه‌ده هواره شوې.

خو ښاغلی نوید وايي، پاکستان ځکه په دې اقدام لاس پورې کړی چې د افغانستان د صادراتو وخت دی دغه هېواد هڅه کوي چې یاد بهیر زیانمن کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر اوسه په دې هکله څه نه‌دی ویلي.