د پاکستان پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین نیولی دی.
د هغه د کورنۍ غړو ویلي چې نوموړی تېره شپه په پېښور کې په خپل کور کې و چې پولیسو پرې چاپه ووهله.
پشتین د پاکستان پر پوځ او طالبانو نیوکې کولې او څو ځلهیې د پاکستان د پوځ د کړنو پر ضد د پراخو اعتراضونو مشري کړې ده.
له دې وړاندې افغان حکومت او امریکا هم د پاکستان په نظام نیوکې کړي چې د ترهګرو ملاتړ کوي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ لومړنی ځایي حرکت دی چې د پاکستان په حکومت تندې نیوکې کوي.