دفاع وزارت: بلخ کې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې ادعا څېړل کېږي

د افغان ځواکونو هلیکوپټره د هوايي عملیاتو پر مهال - ارشیف

د افغانستان دفاع وزارت وایي، هغه ادعاوې په جدي توګه څېړي چې په بلخ کې د هوايي ځواک په بمبار کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

دا خبره یاد وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وکړه.

پرون د بلخ ولایت سلګونه اوسېدونکو مظاهره وکړه او ویل‌یې چې د شنبې شپې ناوخته د بلخ ولسوالۍ په بوکه نومي کلي کې د هوايي ځواک په بمبارۍ کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي.

د مظاهره‌چیانو یوه تنظیموونکي خیبر امیري د پوځیانو هغه عملیات چې په‌کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوړي وحشت وباله.

د افغانستان دفاع وزارت وايي د ملکیانو د وژل کېدو ادعاوې په جدي او قانوني توګه تعقیبوي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د جنورۍ په ۱۴مه په یوه راپور کې ویلي و چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د هوايي بریدونو د زیاتېدو په نتیجه کې د افغان او امریکايي ځواکونو له‌خوا ملکیانو ته اوښتې مرګ‌ژوبله تر هغې مرګ‌ژوبلې زیاته وه چې د وسله‌والو مخالفینو په بریدونو کې اوښتې ده.

دوی د طالبانو بریدونه هم بې‌رحمانه وبلل او د جګړې په ښکېلو غاړو یې غږ کړی و چې د ملکیانو خوندیتوب په جدي توګه په پام کې ونیسي.