اسرائیل خپلو وګړو ته عربستان ته د تګ اجازه ورکوي

له نوې پرېکړې سره سم اسرائیلي یهودان هم کولای شي تر نهو ورځو پورې سعودي عربستان ته د تجارت په مقصد ولاړ شي.

اسرائیل خپلو وګړو ته اجازه ورکوي چې د دیني مناسکو، سوداګرۍ او تورېزم په مقصد سعودي عربستان ته ولاړ شي.

د اسرائیلو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه ویلي اسرائیلي مسلمانان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره چې پخوا تر دې د حکومت ځانګړی جواز ورته په‌کار و، سعودي عربستان ته تللی شي.

دې اقدام ته د اسرائیلو او سعودي عربستان ترمنځ د خاموشو، خو تودو اړیکو د نښې په سترګه کتل کېږي.

له نوې پرېکړې سره سم اسرائیلي یهودان هم کولای شي تر نهو ورځو پورې سعودي عربستان ته د تجارت په مقصد ولاړ شي، خو اسرائیلي وګړي به دې هېواد ته د سفر لپاره ویزې ته اړتیا ولري.