امریکا د چین له ووهان ښاره د خپلې قونسلګرۍ کارکوونکي باسي

د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د مړو په شمېر کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ تنه زیاتوالی راغی او دا شمېره پرون یکشنبه ۵۶ ته لوړه شوه.

متحده ایالات د کرونا په نوم د وژونکې ویروس له خپرېدو وروسته د چین په ووهان ښار کې د خپلې قونسلګرۍ کارکوونکي باسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه وویل چې د قونسلګرۍ کارکوونکي به راتلونکې اوونۍ په یوه چارتر الوتکه کې متحده ایالاتو ته انتقال شي.

بیان زیاتوي، نور امریکايي وګړي چې له خطر سره مخامخ دي هم لېږدوي، خو په بیان کې دا خبرداری هم ورکړل شوی چې د اشخاصو د انتقال لپاره ظرفیت ښايي کم وي.

د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د مړو په شمېر کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ تنه زیاتوالی راغی او دا شمېره پرون یکشنبه ۵۶ ته لوړه شوه.

په دې ترڅ کې د ۶۸۸ نویو مواردو راپور ورکړل شوی او ټوله شمېره‌یې ۲۷۰۰ ته لوړه شوه چې ۸۰ تنه‌یې مړه شوي دي.

د چین ولسمشر شي جین پېنګ پرون د دې ناروغۍ د خپرېدو له کبله حالت خطرناک وباله او ویې‌ویل حکومت پر سفر او عمومي غونډو د محدودیتونو د لګولو اقدامات زیات کړي او ووهان ښار ته‌یې چې دا ویروس لومړی په‌کې وپېژندل شو اضافي طبي پرسونل او تجهیزات استولي.

ووهان اوس‌مهال کلابند شوی او د الوتکې، اورګاډي او بس په وسیله هلته تګ راتګ ممنوع دی.