بغداد کې د امریکا پر سفارت راکټي بریدونه شوي

بغداد کې د امریکا د سفارت ودانۍ -January 7, 2020

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د یکشنبې په ماښام د امریکا د سفارت ودانۍ په درېیو راکټونو لګېدلې ده.

بېلابېلو خبري اژانسونو د امنیتي سرچینو په حواله تأیید کړې چې یکشنبه ماښام د بغداد په ګرین زون یا ډیپلوماتیکې ساحې پنځه راکټه توغول شوي و او له ډلې یې درې د امریکا په سفارت لګېدلي.

عراقي چارواکو د چا د ژوبلېدو خبره نه‌ده کړې.

د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي د امریکا په سفارت دا راکټي بریدونه غندلي.

عبدالمهدي په یوه بیان کې ټينګار کړی چې عراق له ټولو ډیپلوماتیکو مأموریتونو ساتنه کوي.

تر دې مخکې هم د بغداد په ګرین زون باندې څو واره راکټونه توغول شوي و چې ځینې یې د امریکا د سفارت ودانۍ ته نږدې لوېدلي و.

په عراق کې د امریکا پر سفارت دا تازه راکټي بریدونه وروسته له هغه شوي چې ایران د خپل وژل شوي قوماندان قاسم سلیماني د غچ اخیستلو ګواښ کړی و.

قاسم سلیماني د جنورۍ په درېیمه د بغداد نړیوال هوايي ډګر ته نږدې د امریکا په یوه هوايي برید کې د عراق د ملېشو له یوه قوماندان ابومهدي مهندس سره یوځای ووژل شو.

امریکا په بغداد کې د راکټي بریدونو مسؤلین د ایران له ملاتړه برخه‌منې شیعه ملېشه ډلې بولي.

تر اوسه پورې د تازه راکټي بریدونو مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.