میدان وردګ کې د چرګانو ۵۰۰۰ فارمونه جوړېږي

ارشیف

د میدان وردګ ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د چرګانو د صنعت د ودې او ساتنې په هدف سږکال د دغه ولایت په کچه ۵ زره د غوښنو چرګانو لوی او واړه فارمونه جوړېږي.

د دغه ریاست رئیس ولید احمد تسل نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغو فارمونو ۶۰ سلنه پیسې د کرنې وزارت او ۴۰ سلنه یې د پانګه والو له لوري ورکول کېږي.

ښاغلی تسل وايي، دغه فارمونه به د کورنیو او په ځانګړي ډول د مېرمنو په اقتصاد کې د پام وړ رول ولوبوي.