د ژوند د ملګري په انتخاب کې د لوړو معیارونو ټاکل څه زیانونه لري؟
د نیمې نړۍ دا خپرونه مو دا ځل د ژوند د ملګري په انتخاب کې مشکل پسندۍ ته ځانګړې کړې ده، یو شمېر نجونې د ژوند د ملګري په ټاکلو کې دومره لوړ معیارونه ټاکي چې ځینې وخت بې واده پاتې شي.
د ژوند د ملګري په ټاکلو کې دقت او ځیرکتیا مهمه ده خو داسې نه چې د ژوند د ملګري د ټاکلو لپاره دومره لوړ معیارونه وټاکل شي چې په دغو معیارونو بیا څوک پېدا نه شي.
دا چې د دغې ستونزې پایلې څه دي؟
او نجونې څنګه کولی شي چې د ژوند ښه ملګری د ځان لپاره انتخاب کړي؟ دا او دې ته ورته پوښتنې په نننۍ نیمه نړۍ خپرونه کې ځوابیږي.
جوړوونکې: نوریه جبارخېل
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5