پکتیا کې د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي هڅې پیل شوې

په دې روزنیز پروګرام کې د فني کارکوونکو له خوا بڼوالو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې هر اړخیزي لارې چارې په عملي او نظري ډول ښودل کېږي.

د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي لپاره روزنیز پروګرام پیل شو.

په دې روزنیز پروګرام کې د فني کارکوونکو له خوا بڼوالو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې هر اړخیزي لارې چارې په عملي او نظري ډول ښودل کېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، دوی هلې ځلې کوي، چې بزګران د کیمیاوي درملو د استفادې پر زیانونو وپوهوي او ددغو خطرونو د مخنیوي لپاره د افتونو او ناروغیو مخه په میخانیکي لارو چارو ونیسي څو په خبره یې له روغتیايي او اقتصادي پلوه ګټور تمام شي.