غور کې د دولتي ادارو بندېدل څلورمې ورځې ته غځېدلي

د نثار احمد کوهین په نوم یوه اعتراض کوونکي وویل څو چې حکومت د ولایت د لویې لارې او د برېښنا د بند لپاره بودجه نه وي منظور کړې دولتي ادارې به همداسې بندې وي.

په غور کې دولتي ادارې نن د څلورمې ورځې په مخه بندې دي.

د غور یو شمېر اوسېدونکي تور پورې کوي چې د راتلونکې لمریز کال مالي بودجه متوازنه نه ده.

دغو کسانو دولتي ادارې بندې کړې دي او د ولایت د ودانۍ مخې ته یې پرلت وهلی دی.

د نثار احمد کوهین په نوم یوه اعتراض کوونکي ازادي راډیو ته وویل څو چې حکومت د ولایت د لویې لارې او د برېښنا د بند لپاره بودجه نه وي منظور کړې دولتي ادارې به همداسې بندې وي.

د غور والي غلام ناصر خاضع دا مني چې محلي ادارې بندې شوې دي.

ده ازادي راډیو ته وویل چې د کابل ځواب ته انتظار دی چې د معترضانو غوښتنې ته څه وایي.

د ۱۳۹۹ لمریز کال مالي بودجه وروسته له نږدې یوې میاشتې بحثونو د چهارشنبې په ورځ ولسې جرګې تصویب کړه.